له محدودیت پرته لاسرسی: بې پولې انترنت

بې پایه او مستقلو خبرونو ته لاسرسی وموندئ؛ دا مهمه نه ده چې تاسو په کوم ځای کې ژوند کوئ.

تاسو ته مبارکي وایو! تاسو د آزاد او له فیلتر پرته انترنت مسیر موندلی دی. دویچه ویله، د آلمان نړیواله رسنۍ، معلوماتو ته د لاسرسي یو آسانه او مصون اپلیکیشن وړاندې کوي. دا اپلیکیشن آن ستاسو په سیمه کې د انترنت پاڼې د سانسور او بندیدو په صورت کې هم کار کوي.

لینک کاپي کړئ او د مسیج او یا هم ایمیل له طریقه یې خپلو دوستانو ته واستوئ. په هر اندازه چې ډیر کسان په دغو طریقو خبر وي، نو موږ کولی شو چې په هماغه اندازه معلوماتو ته لاسرسی حفظ کړو.

DW Apps

DW App

زموږ نوی اپلیکیشن: DW – Access

سپک او مصون اپلیکیشن: د "DW Access" اپلیکیشن په خودکار ډول له سانسور څخه تیریږي. ستاسو د موبایل ډیر انترنت نه مصرفوي او آن کولی شی په اف لاین حالت کې هم د دویچه ویله مطالبو ته لاسرسی ولرئ. تاسو کولی شی محتوا په پي دي ایف ډول شریکه کړئ. دغه اپلیکیشن په اندروید عامل سیستم کې کار کوي خو په ګوګل پلې Google Play کې نه شي موندل کیدای. تاسو کولی شی هغه له بدیلو اپ ستورونو او یا هم له دویچه ویله څخه په مستقیم ډول ډاونلود کړئ.

آپلیکیشن له دې ځایه ډاونلود کړئ

DW - Breaking World News

تاسو کولی شئ همداراز زموږ کلاسیک اپلیکیشن هم چې د اپل یا ای او ایس عامل سیستم له پاره زموږ یوازینی اپلیکیشن دی، ډانلود کړئ. له دې اپلیکیشن سره تاسو کولی شئ آن په هغه صورت کې چې ستاسو په سیمه کې د دویچه ویله انترنت پاڼه تړلې هم وي، معلوماتو ته لاسرسی ولرئ. که تاسو دغه اپلیکیشن نه لرئ، نو کولی شی Google Play او یا هم App Store ته ولاړ شئ، او هغه په خپلو تلیفونونو کې ثبت کړئ. که اپلیکیشن مو لا وختي په خپل تلیفون کې ثبت کړی وي، نو د «تنظیماتو» برخي ته ولاړ شئ او له هغه ځایه د «پراکسي» برخه فعاله کړئ. له دې سره به نو تاسو آن د سانسور په صورت کې هم د دویچه ویله موضوعاتو ته لاسرسئ ولرئ.

Download in Google Play
Download in App Store

سایفون

DW App

له سانسور او فیلترینګ څخه د تیریدو یوه ساده لاره له سایفون څخه استفاده ده. دا لګښت نه لري او مصون دی. پرته له دې چې تاسو خپل معلومات ثبت کړئ dw-s@psiphon3.com بریښنالیک ته یو خالي بریښنالیک واستوئ. تر هغه وروسته بیا تاسو ته دغه فیلترماتوونکی د ډاونلود لینک استول کیږي.

تاسو همداراز کولی شي له دې ځایه هم سایفون ډاونلود کړئ:

Get Psiphon for Android
Get Psiphon for Windows

د تور (Tor) بروزر

DW App

له دې پروګرام سره په مصون ډول او له نوم لیکنې پرته له انترنت څخه استفاده وکړئ. دغه پروګرام پر ستاسو معلوماتو باندې رمزونه ږدي او له تاسو سره له سانسور څخه په تیریدو کې مرسته کوي. له دې پروګرام څخه په استفاده کولو سره ستاسو معلومات د پیژندلو وړ نه وي.

  • دغه پروګرام د torproject.org له انترنت پاڼې څخه ډانلودولی شئ. بله لاره دا ده چې تاسې gettor@torproject.org یو خالی بریښنالیک واستوي.
  • بیا نو د بروزر د تنظیماتو برخي ته ولاړ شئ او د «Bridges» په مینیو کې د «Use a bridge» برخه انتخاب کړی او تر هغه وروسته بیا «Request a new bridge» انتخاب کړئ.
  • دویچه ویله ته د (onion) لینک له طریقه لاسرسی وموندئ. یوازې دغه یو آر ایل ادرس کاپي کړئ او بیا یې په تور بروزر کې پیست کړئ.
د Tor ډاونلود

د میرور لینک

DW App

او یا هم د دې پر ځای له میرور لینک څخه کار واخلئ. دا په هر براوزر کې کار کوي او دویچه ویله ته ستاسو لاسرسی له جوړ شوي آدرس څخه شوني کوي.

د mirror link له طریقه دویچه ویله ته لاسرسي وموندئ.

How to share

د مهرباني له مخې دغه معلومات یوازې له هغو کسانو سره شریک کړئ چې تاسو یې پیژنئ او پرې باور لرئ.